برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندهار د انارو حاصلات ۱۵۰ زره ټنو ته ورسېد

آریانانیوز: د کندهار د کرنې ریاست په نوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله د کندهار د انارو حاصلات ۲۵ زره ټنه زیات شوي دي.



د کندهار انار د افغانستان هر ولایت په شمول په بهرني هېوادونو کې ځانګړی نوم او شهرت لري، د ځانګړي خوند او خوږوالي له کبله یې بیه هم د نورو انارو په پرتله لوړه وي، خبرپاڼه زیاتوي چې کندهاري انار په دغو بازارونو کې تر ۳۰۰ افغانیو یو من پلور کیږي، خو نورو ولایتونو او په ځانګړي ډول بهرني هېوادونو کې یې بیه لوړه ده.
د کندهار انار زیاته برخه پاکستان، متحده عربي امارات او هندوستان ته لیږدول کیږي، آن چې اروپایي هېوادونو ته یې هم صادرات کیږي، چې د نورو انارو په پرتله ځانګړی نوم لري.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي ویلي چې سږ کال ددې ولایت د انارو بڼونو څخه له ۱۵۰ زرو ټنو څخه زیات انار راټول شوي دي، دا په داسې حال کې چې تېر کال د کندهار د انارو محصول تر ۱۲۵ زرو ټنو پورې و.
اوسمهال انار میوه بازار کې ډیره موندل کیږي، په افغانستان هېواد کې د کندهار انارو ترڅنګ د تګاب انار هم ځانګړی نوم لري او زیاته کچه یې بازار کې په کمه بیه موندل کیږي.
د انارو یو شمېر روغتیايي ګټې:
انار له ویټامن سي (C) ویټامن بي فایو (B5) پوټاشیم او فایبر مواد په پراخه کچه لري، آن چې د انار په داخل کې سپین پوستکی هم یو شمېر ګټې لري، دغه خوندوره میوه اکسایډ ضد او باکتریاو له منځه وړلو خوبیانې هم لري.
له چاغوالي مو ژغوري
له فایبر څخه ډکه دغه میوه د هاضمې سیستم تر لوړې اندازې ښه کوي او د قبض ستونزې له منځه وړي، په دې کې د چاغوالي ماده نه موندل کیږي، د وزن کمولو لپاره غوره میوه ښودل شوې ده.
مخ مو تازه کوي او دانې له منځه وړي
هره ورځ انار خوړل او یا یې جوس څښل د مخ پوستکی په هر عمر کې تازه او ځوان ساتي، له مخ څخه مو داغونه او دانې له منځه وړي.
ویښتان له تویېدو ژغوري
په انار کې شته مواد د ویښتانو بیخونه پیاوړي کوي، او د تویېدو ستونزه یې له منځه وړي.
د وینې کمښت پوره کوي
انار بدن کې د هیموګلوبین کچې زیاتولو میوه ده، چې له کبله یې د ویټامن سي شتون بدن کې وسپنه زیاتوي، د امیندوار میرمنو لپاره د انار استعمال په منظم ډول په زړه پورې ګټوره میوه ده.
د زړه او فالج ناروغیو څخه ژغوري
که د زړه ناروغۍ په مخنیوي کې میوې ګټه ورکوي نو د انار په څېر هیڅ میوه زیاته ګټوره نه ده، په انار کې شته ګټور مواد بدن کې د کولیسترول او فشار کچه ټيټوي، بلکې هره ورځ انار یا یې یو اندازه جوس څښل رګونو کې د وینې خنډونه له منځه وړي او ددې چټکتیا فعالوي، چې د زړه او فالج ناروغیو څخه ژغورلو کې مرسته کوي.
د سرطان مخنیوی کوي
که د انار په موسم کې دغه میوه په منظم ډول هره ورځ یا اوونۍ کې څلور ورځې استعمال شي د سینې، غټو کولمو، مثانې او داسې نور سرطان په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي، که پر سرطان اخته ناروغ د انار استعمال وکړي د سرطان د لا خپریدو مخه هم نیولی شي.
هاضمې سیستم فعالوي
بدن کې زیاتره ناروغۍ د هاضمې خراب سیستم له کبله رامنځته کیږي، انار د هاضمې سیستم فعالولو لپاره غوره وسیله ده، د معدې سوزش او نورو ناروغیو په مخنیوي کې هم ګټوره میوه ده.
د بندونو دردونه له منځه وړي
که له یوې مخې انار کې د سوزش له منځولو مواد موندل کیږي، له بلې مخې په دې کې شته داسې ځانګړې فلیوینولز هغه ټولې لارې بندوي چې بندونه کمزوري کوي او دردونو رامنځته کوي، دغه ګټې د پوهانو لخوا د یو شمېر څیړنو پایله ده.
ذهني روغتیا پياوړې کوي
په انار کې ځینې داسې د اکسایډ ضد مادې موندل کیږي چې په نورو میوو کې نه موندل کیږي، دغه مادې د روانې کارونو غوره والی، د حافظې پياوړتیا او د الزائمر ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي