برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرکټ نړیوال جام دسیالیو په لړ له بنګله دیش سره دافغانستان لوبه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائت رسنیو ته وویل چې، بنګله دیش یوه پیاوړې لوبډله ده خو دوی به ننۍ لوبه ور څخه وګټي.



د کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان نن دوشنبه د چنګاښ ۳مه خپله اوومه لوبه له بنګله دیش سره کوي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې د کرکټ نړیوال جام په لوبو کې ترسره کړې ټولې لوبې بایللې دي.
پرون د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائت رسنیو ته وویل چې، بنګله دیش یوه پیاوړې لوبډله ده خو دوی به ننۍ لوبه ور څخه وګټي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان تر دې وړاندې هم په اسیايي جام او نورو ټورنمنټونو کې بنلګه دیش ته ماتې ورکړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي