برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا تازه پېښه ثبت

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر پنځو ته ورسېد
تر دې وړاندې کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې په هرات کې ثبت شوې، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا څلور واړه کسان د ایران څخه راغلي وو
خو په سمنګان ولایت کې د ثبت شوې پېښې په اړه د عامې روغتیا وزارت معلومات نه دي ورکړی، چې آیا دغه کس هم له ایران څخه راغلی او که څنګه
یادونې وړ ده چې‎ په هرات کې د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې تر ثبتېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی و او له خلکو یې څخه غوښتي و چې له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي