برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل لوبغاړي حضرت الله ځاځي ريکارډونه جوړ کړل.

آریانانیوز: د متحده عربي اماراتو په شارجې کې د افغان غوره ليګ روانو سياليو په ترڅ کې د کابل ځوانانو او بلخ لېجنډ ترمنځ لوبه ترسره شوه.



ددې لوبې پچه د بلخ لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د بلخ لوبډلې د ويسټ انډيزي لوبغاړي کريس ګيل د طوفاني لوبې له امله ٢٤٤ منډې جوړې کړې ، ګيل د لسو شپږيزو پر مټ ٨٦  تېزې منډې جوړې کړې.
د کابل لوبډلې د ياد لوى هدف ترلاسه کولو لپاره چې لوبه پيل کړه؛ نو حضرت الله ځاځي تېزه لوبه وکړه او د بلخ پر توپ اچوونکي عبدالله مزاري يې په يوه اوور کې په شپږو توپونو شپږ شپږيزې ووهلې.
هغه په ټوليزه توګه د اوو شپږيزو پر مټ په ١٢ توپونو ٥٠ منډې پوره کړې چې د  ملي او  افغان غوره ليګ سياليو په کچه ريکارډ جوړ شو.
نوموړى د نړۍ درېيم لوبغاړى او د افغانستان لومړى لوبغاړى شو، چې په يوه اوور کې يې په شپږو توپونو شپږ شپږيزې ووهلې.
دغه راز حضرت الله ځاځي په شل اووريزو سياليو کې د تېزې پنځوس يزې په وهلو نړيوال ريکارډ هم جوړ کړ.
که څه هم ځاځي تېزه لوبه وکړه او په ١٧ توپونو يې ٦٢ منډې جوړې کړې، خو د کابل لوبـډلې د بلخ لوى هدف ترلاسه نه کړ او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې د د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٣ منډې جوړې کړې او دغه راز بلخ دا لوبه وګټله.
د بلخ لوبډلې پنځو برياوو سره د دې سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي