برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل د پوهنې د وضعیت تحلیل او ارزونې کنفرانس جوړ شو

آریانانیوز: د کابل ولایت د پوهنې د ارزونې او تحلیل په اړه د خبرو او بحث په اړه لومړنی کنفرانس د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو. دا کنفرانس د کابل د ولایت د مقام په ابتکار جوړ شوی و، چې په کې د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د سواد زده کړې معین ډاکټر سردار محمد رحیمي او ګڼو نورو چارواکو او د کابل والي برخه اخیستې وه. کنفرانس ته د کابل لسګونه ښوونکي هم بلل شوي و، چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې مخامخ د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل، چې تر امر لاندې ولایت یې ژمن دی، چې د پوهنې د ودې او پرمختګ په برخه کې هڅې وکړي او په مالي او معنوي لحاظ د معارف ملا وتړي. هغه وویل، چې له پوهنې د ملاتړ کال په مناسبت یې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ ټولې کړي، چې ددې ولایت د ښوونځیو په جوړونه او تجهیز به مصرف شي.
هغه د کابل له سیمه ییزې حکومتولۍ، عامو خلکو او خیرینو څخه وغوښتل، چې د ښوونځیو په جوړولو، ښوونځیو ته د ماشومانو په جذب او د ښوونځیو د اغېزې په ډېرولو کې مرسته او همکاري وکړي. د کابل والي د پوهنې وزارت ته وړاندیز وکړ، چې په دې ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړې، مسلکي ښوونکي استخدام، درسي کتابونه چاپ او ښوونځي په میز او چوکیو اکمال کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي په داسې حال کې، چې په پوهنه کې موجودې ستونزې او مشکلات یې ومنل ټینګار وکړ، چې وزارت هڅه کوي ددې ستونزو د حل لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي، له همدې امله هغه وویل، چې تېر کلونه او سږ کال ګڼ کارونه شوي، چې د ستونزو یوه برخه یې له منځه وړې ده. ښاغلي بلخي وویل، چې وزارت یې سږکال تر بل هر وخت ډېر کوښښ کوي، چې د پوهنې ستونزې حل کړي، خو په وینا يې اوسنیو مشکلاتو ته په کتو یو کال نه بلکې یوه لسیزه باید د معارف د ملاتړ په نامه ونومول شي.

د پوهنې سرپرست په ټینګار سره وویل، چې د خلکو مرستې او ملاتړ حیاتي دی او ددې مرستو د جلب، مصرف او موثریت په اړه به هیچاته هم اجازه ورنکړي، چې ناوړه استفاده وکړي او چارې ټکنۍ پرمخ بوځي. ده وویل، چې په پوهنه کې پراخ اصلاحات پیل شوي، چې ددې اصلاحاتو په پایله کې به د ستونزو ډېره برخه اواره شي. زده کوونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې هغه ټینګار وکړ، چې د ودانیو د جوړولو او د ښوونکو د استخدام ترڅنګ به سږ کال ۵۰ میلیونه جلده کتابونه هم چاپ شي او په دې ډول به د کتابونو د کمښت ستونزه اواره شي.

د پوهنې سرپرست وویل، چې پوهنه هغه مهال وده او پرمختګ کولای شي، چې ټول چارواکي، عام ولس، خصوصي سکتور او بېلابېلې برخې لاس سره یو کړي او داسې ابتکارونه، چې د کابل ولایت وکړل، تنظیم کړي.
د هیواد لومړۍ مېرمنې رولا بي بي ګل غني هم په خپل استول شوي پیغام کې وویل، چې پوهنه د هر هیواد د پرمختګ کیلي ده او که پاملرنه ورته ونه شي ستونزې نه شي اوارېدلای. د هغې په وینا د پوهنې له پلانونو باید ملاتړ وشي او په مختلفو برخو کې د تعلیمي خدماتو ودې ته باید جدي پاملرنه وشي.
په کنفرانس کې د استادانو، زده کوونکو او محلي چارواکو په استازولۍ هم څو تنو خبرې وکړې او خپلې وړاندیزونه او نیوکې یې مطرح کړلې

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي