برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ځانګړو ځواکونو په ډزو د۳۰ تنو ولسي وګړو مرګ ژوبله

آریانانیوز: د پکتیا ولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې نن غرمه د کمپاین ځانګړو عسکرو په ډزو کې دیرش ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سوریخلیو په سیمه کې د ځانګړو عسکرو ګزمه د طالبانو له کمين سره مخ شول او درې رينجر يې تخريب شول.

له دې وروسته ته د مرستې له پاره نور عسکر چې د يادو عسکرو مرستې ته راغلل د سوريخيلو بازار د سوريخيلو په اډه کې ناستو ولسي وګړو باندې ډزې وکړې او ديرش تنه ولسي وګړو ته يې مرګه ژوبله اوښتې ده.
په دغه پيښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي او ۲۰ نور ټپيان دي.
.د سیمې خلکو نن ټکي اسیا ته ویلي دي چې وژل شوي ټول هغه ملکیان وو چې بازار ته راوتلي وو.په وژل شویو کې،رازیم الله ولد میسک،بارام خان ولد صوالی خان،کیفات،ولد ناکم ګل،وایتي ولد ناکم ګل،صمیم الله ولد حاجی زاری خان،فرمان الله ولد شافی،کاویل الدین ولد بانی،جهانی ولد خامتی،صحي جان ولد جمورز شامل دي.
د وژل شوي فرمان الله ولد شافي خان د کورنۍ ټول نهه تنه غړي پینځه کاله پخوا هغه وخت وژل شوي وو کله یې چې امریکایي ځواکونو په کور بمبار کړی وو.
زخمیان د ګردیز روغتون ته رسول شوي دي چې د ځینو حالت د اندیښنې وړل بلل شوی دی.
د کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې میشت دي.اود امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي،افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي.د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي..

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي