برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پولیو مثبته پېښه ثبت

آریانانیوز: د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو ماشوم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی، له دې سره په روان مېلادي کال کې په هېواد کې د پولیو مثبت پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد
د پکتیکا ولایت صحي مسؤلین وایي، چې د پولیو دغه تازه پېښه د برمل ولسوالی په سور زغمي سیمه کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو په ماشومانو کې رامنځته شوې
د دوی په خبره چې په فلج د اخته شوې‎ ماشومې نوم سبا دی او دوه دېرش میاشتې عمر لري
د پکتیکا د کتلوي معافیت امیر ډاکټر عبدالحکیم همت امریکا غږ ته وویل، چې په پولیو د اخته انجلۍ پلار د واکسین له تطبیق سره سخت مخالفت درلود او د سبا په ګډون یې هېڅ یو ماشوم ته د کمپاینونو په لړ کې واکسین نه دي تطبیق کړي
“رښتیا هم په برمل کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده، دا پېښه د سور زغمي په ساحه کې ثبت شوې او د پولیو ښکار شوې نوې ماشومه انجلۍ ده، دوه دېرش میاشتې عمر لري او سبا نومېږي.
دوی همداراز وايي، هڅه کوي د ویروس د خپرېدو مخه ونیسي
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له درۍ کلني ځنډ وروسته د پولیو مثبت پېښه ثبتیږي، په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په همدې ولسوالۍ کې د پولیو اووه مثبت پیښې بثت شوې وې
دا په داسې حال کې ده، چې په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۱۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د پولیو د دغو پیښو ۱۵ مثبتې پیښې یې په دریو جنوبي ولایتونو ( ۸ په ارزګان کې، ۵ په هلمند کې او ۲ په کندهار کې) او یو په ختیځه حوزه کې (کونړ ولایت کې) او بله نوې مثبته پېښه یې په خوست تکې ثبت شوې ده.

شریک یي کړئ!