برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پلجرخي بندیخانه اووه کاله؛ هغه افغان سرتېری چې ولس پرې وياړې

آریانانیوز: د څرخي پله زندان له جوړېدو تر دا مهاله ډېری وخت پخپله خوفناکه غېږ کې هغه څوک ساتلي چې د وخت حاکم پرې د غدر، خیانت او قانون ماتونې جرم ثابت کړی وي، خو د دې زندان د پنجرو شاته داسې څوک هم شته چې د وخت حاکم خپل سرتېری باله، خو یوې پېښې يې ټول معیارونه تر پښو لاندې کړل.
عبدالصبور هغه افغان سرتېری چې اوه کاله وړاندې يې د ۲۰۱۲م کال جنورۍ کې چې د ۱۳۹۰لمریز کال د ژمې د لومړۍ میاشتې وروستۍ ورځ وه، پر فرانسوي یرغلګرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله، پنځه تنه يې ووژل او ۱۹ نور يې ټپیان کړل، هغه د افغان عسکرو له لوري ونیول شو، زنداني شو او دوو محاکمو پرې د اعدام حکم وکړ!
دغه ۲۸ کلن ځوان چې له اوو کلونو راهیسې په لاسونو کې زولنې ګرځوي، د کابل له ښاره ایله ۲۷ کیلومتره لرې د موسهي په چینو غونډۍ کې د نورمحمد په کور کې وزېږيد، ځوان شو، اردو ته لاړ او د ژوند په یوویشتم کال يې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې فرانسوي عسکر تر تېغ تېر کړل.
نورمحمد، د عبدالصبور پلار د هغه له تصویر سره
هغه له اوو میاشتو درد، ځورونې او شکنجې وروسته په محکمه کې د محاکمې مېز ته ودرید، لومړۍ محاکمې هم د اعدام وړ باله او دویمې هم پرې د تایید ټاپه ولګوله او دا ځوان يې پر دار د ځړولو لایق وباله.
هغه وخت، د جولای میاشت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عبدالصبور په ملاتړ لاریونونه وشول او د افغان حکومت دا پرېکړه يې بشپړه له انصافه لرې وبلله، له همدې سره په یوه کال کې د کندهار په زنګاواټ کې یو امریکايي عسکر د یوې کورنۍ شپاړلس غړي ووژل، خو امریکا ګواښ وکړ چې دا سړی تاسې نه شئ محاکمه کولی، بلکې په امریکا کې د امریکا حکومت پوی شه او د ده دا کړنه!
طالبانو عبدالصبور خپل نږدې ملګری یاد کړ او دا يې د نفوذي عسکرو د لړۍ یوه کړۍ یاده کړه، هغه وخت رویټرز د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ولیکل: «د افغانستان اسلامي امارت په حساسو مرکزونو کې داسې کسان ګمارلي چې ځينو یې خپلې دندې ترسره کړې او نور فعالیت کوي.»
د عبدالصبور دا تصویر تازه له زندانه خواله رسنیو ته را وتلی
عبدالصبور فرانسه ماته کړه!
فرانسې د ناټو تر چتر لاندې ګڼ عسکر افغانستان ته رالېږلی و، چې ډېری يې د هېواد په شمالي ولایتونو کې مېشت و.
د عبدالصبور دې عمل، فرانسه ګوته په غاښ کړه او پر افغان عسکرو يې چې د دوی روزنې ته به يې ګونډې ماتې کړې و، ټول باور له صفر سره ضرب کړ.
دې پېښې د فرانسې د وخت دفاع وزیر ویرارډ لانګیت کابل ته راکش کړ او د فرانسې حکومت يې دې ته اړ کړ چې تر مخکې اعلان شوي مهالوېش وړاندې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
عبدالصبور چې نږدې اوه کاله وړاندې يې ورور محمد اصف د هغه روغتايي وضعیت ډاډمن نه باله، د څرخي پله په زندان کې له روغتيايي ستونزو کړېږي.
په خواله رسنیو کې د هغه تازه تصویر ډېر لاس په لاس کېږي او زنداني ملګرو يې ټينګار کړی، چې هغه د افغان مسلمان ولس دعا ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي