برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده

په غزني کې د ټاکنیزو کمیسیون د ستونزو پر وړاندې ولسي غبرګونونه د دې علت شول، چې د دې دفتر دروازه وتړل شي.



د اعتراض کوونکو له دې اقدام راهیسې چې نږدې یوه نیمه میاشت پرې اوړي، د ټاکنو اړوند کارونه په ټپه ولاړ دي.
په غزني کې د ټاکنو کمیسیون مشر ناظر حسین نبي زاده وايي د نوماندانو لپاره د نوم ثبتونې لړۍ تېره شنبه پیل شوې، خو په غزني کې تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی.
هغه وايي له هغه راهیسې يې چې د دفتر دراوزه تړل شوې د نوم لیکنې پروسه هم په ټپه درېدلې، په ورته توګه په ولسوالیو کې د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوماندانو لړۍ هم نه ده پیل شوې.
اعتراض کوونکي د دې ولایت ټاکنیز کمیسیون کې ګمارنې نامناسبې بولي، پر تذکرو د سټېکر لګول نه غواړي او همدارنګه د ټاکنیزو حوزو کوچني کول هم د دوی یوه بله غوښتنه ده.
د ټاکنو کمیسیو اعلام کړی، چې هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده او د کوچیانو اهل هنود لپاره ټول هېواد یوه ټاکنیزه حوزه بلل کېږي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي دوی هڅې کوي چې د معترضانو ستونزې واوري، په وینا يې ټاکل شوې د غزني لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې موده هم وِغځول شي.
د ټاکنو کمیسیون دعوه کوي چې تر اوسه تر څلور میلیونه ډېرو کسانو د رایې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي، خو ټيفا وايي، هیڅ داسې میکانیزم نشته چې د دوی دا شمېره کره ثابته کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array