برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې ناسته وکړه

د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې خپله ناسته نن د هېوا اجرائيه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.


د لوږې د هر اړخیزې څېړنې د شاخصونو د نوي میتود یا MPI ، د نویو سیمه ییزو پراختیايي همکاریو یا ریکا د ستونزو او وړاندیزونو او نوې تګلارې، د افغانستان د تلپاتې پراختیا د نویو او ورستیو ټارګېټونو او شاخصونو د بستو تاییدول، په کابل کې د مرسل ګل د فابریکې د ستونزو د حل، په پلخمري کې د ټرانسپورت وزارت د شته ځمکې په سر د رامنځته شوې شخړې د وروستي راپور وړاندې کول او د لوړو ټولنیزو اغېزو لرونکیو پروژو د فسخ شویو هغو په اړه د راپور وړاندې کول، د یادې ناستې د اجنډا مهمې برخې وې.

د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور لومړی د فقر د هر اړخیزې څېړنې میتود په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دې دغه مېتود له پخواني سیستم نه ډېر اغېزمن دی او کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال هم ټینګار وکړ، چې په پخواني مېتود کې یوازې د فقر یو بعد تر څېړنې لاندې نیول کېده؛ خو په دې سیستم کې چې د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې رایج دی د فقر وضعیت د ولایاتو، ولسوالیو، جنس او سن په توپیر سره ښکاره کوي، چې کېدای شي د بودیجې په تخصیص کې هم ترې ښه استفاده وشي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې یاد سیستم تایید دی؛ خو د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره دې ډېر دقت وشي.

هغه وویل، چې دغه سیستم د پرېکړه کولو پر مهال له حکومت سره مرسته کوي چې د تلپاتې پراختیا موخې په نظر کې ونیول شي. اجرائيه رئيس دغه راز هدایت ورکړ، چې پر فقر د نا امنۍ د اغېزو او برعکس هم یوه څېړنه وشي او پایله یې د اجرائيه ریاست عالي مقام ته ګزارش شي.

د اجنډا له مخې د تلپاتې پراختیا د اهدافو په نهايي بستې هم بحثونه وشول. د اقتصاد وزارت مرستیال وویل، چې دغه بستې لس ورځې وړاندې وزارتونو ته د مطالعې او نظر اخیستلو لپاره استول شوي دي.

د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې په پرنسیپ کې دغه ټارګېټونه او شاخصونه تایید دي او تر سبا پورې باید ټولې ادارې خپل وړاندیزونه او نظرونه له اقتصاد وزارت سره شریک کړي او له هغې وروسته بیا د بدلون وړ نه دي.

اجرائيه رئيس ټولو اداور ته سپارښتنه وکړه، چې د تلپاتې پراختیا موخې جدي ونیسي، تعقیب یې کړي او د خپل کار یوه برخه یې وګرځوي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ریکا د همکاریو سازمان په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې تر اوسه یې اوه ناستې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت استازو وویل، چې د ریکا د سوداګريۍ خونې، ریکا تحقیقاتي مرکز او نورو مسایلو په اړه یې طرحې د عشق اباد ناستې ته وړاندې کړی چې منل شوي او ډېر ژر به کابل د سیمې هېوادونو د سوداګریزو خونو د کنفرانس کوربه وي.

هغوی زیاته کړه، چې د لازمې او لنډ مهالې همغږۍ، د چارو د ښه څارنې او تعقیبت نشتون، سوداګریز منازعات او نور د دوی ستونزې دي چې له حکومت څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

اجرائيه رئيس سره له دې چې د ریکا د نویو طرحو څخه یې حمایت اعلان کړ وویل، چې افغانستان دې په ټولو سیمه ییزو ناستو کې فعال ګډون ولري او د ټولو اقتصادي ناستو پایلې دې له اقتصادي کمېټې او ټولو وزارتونو سره شریک شي.

اجرائيه رئيس همدارنګه بهرنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړ، چې هېواد ته د بهرنیو متخصصو کارګرانو د راتګ لپاره سهولتونه رامنځته کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي اندېښنه وښوده که افغان حکومت د کار موندنې لپاره کار ونکړي او وضعیت همدارنګه دوام وکړي؛ نو د بیکارۍ کچه به لا ډېره شي. هغه وویل، د ثور په نهمه به د کار ملي کنفرانس په کابل کې جوړ شي.

دغه راز د ګل مرسل کاغذ جوړولو فابریکې ستونزې هم تر بحث لاندې ونیول شوې. د ځمکې نشتون، د اومه توکیو کمښت او له یادې فابریکې د ناقانونه پيسو اخیستل د یادې فابریکې د مسوولانو ستونزې وې.

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې ټولې ادارې باید خپل ناکاره کاغذونه او اضافه توکي په منظم ډول یادې فابریکې ته ورکړي او امنیتي ځواکونه دې د دې فابریکې امنیتي ستونزې ور حل کړي. دغه راز به د یادې فابریکې د ځمکې ستونزه د زرغون صنعتي ښارګوټي کې حل شي.

عدلیې وزارت په پلخمري کې د ټرانسپورت وزارت اړوند د هغې 48 جریبه ځمکې چې خلکو پرې د ملکیت دعوه کړې وه، د محکمې پرېکړه له جلسې سره شریکه کړه چې له مخې یې یاده ځمکه د ټرانسپورت وزارت وه او ورته سپارل شوې ده.

دغه راز د لوړو ټولنیزو اغېز لرونکیو فسخ شویو پروژو په اړه اقتصاد وزارت غونډې ته معلومات ورکړل.

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې وزارتونه باید د دې پروژو په پلي کولو کې ناغېړي ونکړي او په ټاکل شوي مهال یې ترسره کړی، ځکه چې دغه پروژې د خلکو په ژوند مستقیماً اغېز لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي