برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۳ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو داعشیانو په شمول ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۲۱تنه نور ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ دغزني، ارزګان، فراه، بادغیس، بغلان ، تخار، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د غزني ولایت د اندړو او قره باغ په ولسوالیو کې ۱۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان عمری په ګډون ۱۷ تنه ټپیان ، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۷ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۰پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۵ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي