برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۱۲۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو ، ۸ تنو داعشیانو او ۷ تنو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۲۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵۸ تنه ټپیان او ۲تنه نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنړ، غزني، پکتیا، ارزګان، ز ابل، فراه، بادغیس، فاریاب، بغلان تخار، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د ارزګان ولایت د دهراوود په ولسوالۍ کې ۴۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۲۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سیاه جنګل په سیمه کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو فضل هادی، سردار، معاذ او ۷ تن پاکستاني ترهګرو په ګډون ۳۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍد خاني کلااو مرکز اړوند سیمو کې ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۸ تنه ټپیان، یو موټر، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د کنړ ولایت د چپه درې په ولسوالۍ کې د داعشیانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو حسن خان او محمد الله په ګډون ۸ تنه داعشیان وژل شوي او د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ، د سلاح او مهماتو یوه زیرمه او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوي دي .

همدا راز په یادو عملیاتو کې، د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان او د دښمن ۳ پتنځایونه له منځه وړل شوي ، د زابل ولایت د میزان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، د تخار ولایت د خواجه غار په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان د دښمن یوه قرارګاه او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د غني خیلو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر له ۲ میلو وسلو سره نیول شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۸ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۴پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۱۸ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!