برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نڅا مجلس کې په ګډون مجددي د خلکو له توندو نيوکو سره مخ شوی

آریانانیوز: تيره ورځ په کابل کې د چين سفارت د خپل هيواد د جمهوريت د ۶۹ مې کليزې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه چې په کابل کې جهادي رهبران هم ورغلي وو.


په دغه مراسمو کې چې د چين په سفارت کې جوړ شوي وو د چينايي نجونو نيمه بربنډې نڅا ته د جهادي رهبرانو په ګډون ډیر افغان چارواکي په ننداره وو
په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې په دغه مجلس کې نڅول شوې نجونې په داسې يو نري شال لباس کې نڅيږي چې فکر کيږي بربنډې دي.
دغو مراسمو کې د پخواني جهادي رهبر صبغت الله مجددي، اجرائيه رئيس لومړي مرستيال انجينر محمد خان او محمد محقق په ګډون ګڼ شمير نور جهادي مشران او د حکومت چارواکي هم ناست دي، چې د دوی دغه کړنه په ټولنيزو شبکو کې له پراخو نيوکو او غبرګونونو سره مخ شوي دي.
په دغو انځورونو کې نجونې په داسې يو حالت کې ښودل کيږي چې د افغانستان په څېر يو هيواد کې په ژوندۍ بڼه دغه ډول نڅاګانې په ټولنه کې بدې او عيب ګڼل کيږي.
خو د ټولنيزو شبکو کاروونکی وايي چې صبغت الله مجددي او نور جهادي مشران سره له دومره جهاد او مسلمانۍ په داسې مجلسونو کې ګډون کول ښيي چې دوی پخوانی جهاد هم د خپل هوس مستۍ او دنيا د ګټې له پاره کړی دی.
د فيسبوک کاروونکو ويلي دي چې هماغه کمونيزم چې پرون ورسره په افغانستان کې جهاد کېده نن همغه کمونيزم سره ورورلي او دوستي کيږي.
همدا راز فيسبوک کاروونکو ويلي دي چې جهادي رهبران د خپلو ګټو له پاره امريکايانو او دنياوالو ته ځان د خواخوږو ښودلو په توګه ډیر داسې څه کوي چې بيخي له اسلام او افغانيت سره په ټکر وي.
څلور کاله وړاندې چې په افغانستان کې له امريکايانو سره په امنيتي تړون بحثونه او جرګې جوړې شوې وې، صبغت الله مجددي يو له هغو جهادي رهبرانو و چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې په تونده لهجه د امنيتي تړون په ننګه بحث وکړ.
صبغت الله مجددي هغه مهال ولسمشر کرزي ته ويلي وو چې که تړون امضاء نه کړئ خفه کيږي او له افغانستان نه به هجرت وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي