برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي اردو د ځواکونو يوه الوتکه رانسکوریدا

آریانانیوز: د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په رنج سيمه کې د طالبانو په ډزو د ملي اردو د ځواکونو يوه الوتکه رانسکوره شوې ده.


د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دغه الوتکه بيګا د شپې وروسته له هغې رانسکوره شوه چې طالبانو پرې د درنو وسلو ډزې وکړې.
په خبر کې ويل شوي دي چې الوتکه له لګېدو وروسته راپريوته او اور يې واخيست چې په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.
د طالبانو لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښودل کيږي چې په سيمه کې د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني او د عسکرو جسدونه پراته دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه پیښه کې د ډګروال توریالي خان په ګډون ۵ تنه د هوایي قواوو سرتیري وژل شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پخپل ټويټر د راغورځول شوې الوتکې او عسکرو د جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي