برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د محبس په مدیر بمي چاودنه

آریانانیوز: دیوربوټ له مخی سیمه ییز امنیتي مسئولین د لغمان ولایت محبس په قراول کې د موټرسایکل بم چاودنې له امله د ۷ تنو د مرګ او ژوبلې خبر ورکوي
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي د لغمان محبس لومړي قراول ته څېرمه په داسې مهال د موټرسایکل بم چاودنه وشوه، کله چې د محبس مدیر له محبس څخه د راوتلو په حال کې ؤ
نوموړی زیاتوي، په دغه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او د محبس مدیر نورمحمد نیازي له خپلو ۳ نورو ساتونکو سره ټپي شوی دی
تر اوسه ددې برید مسئولیت هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی منلی او نه هم چارواکو د برید په تړاو په نور معلومات وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي