برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قومي مشرانو په ګډون څلور تنه دهوایی ځواکونوپه بریدکی ووژل شول

آریانانیوز: د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د قومي مشرانو په يوه غونډه هوايي بريد شوی چې له امله يې د درې قومي مشرانو په ګډون څلور تنه وژل شوي‌ دي.


د لوګر د ولايتي شورا غړی عدالت عبدالرحيمزي رسنيو ته ويلي دي چې دا بريد تيره ورځ مازديګر مهال د پل علم اړوند د پادخواب شاهانه په سيمه کې د قومي مشرانو په غونډه شوی دی.
نوموړي وويل چې ياد بريد د بې پيلوټه الوتکې له لوري شوی دی چې په کې د څلور تنو د وژل کیدو سربيره‌ درې تنه قومي مشران ټپيان شوي هم دي.
بل لور ته په کابل کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د افغانستان هوايي ځواکونو له لوري په هوايي بريد کې څلور طالبان وژل شوي دي.
د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاه پور احمدزي پېښه تائيد کړې خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي