برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله د يوې دوستانه سيالۍ لپاره کابل ته راغله

آریانانیوز: د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله نن سهار کابل ته راورسېده او ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره يوه دوستانه لوبه وکړي.


د فوټبال د ملي فدراسيون په خبرپاڼه راغلي چې ټاکل شوې راتلوونکې يکشنبه (د زمري ٢٨مه) په کابل کې د افغانستان او فلسطين لوبډلو ترمنځ لوبه وشي.
دسرچينې د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې دغه لوبه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د کابل په شنه ميدان کې تر سره شي .
د فلسطين د ملي لوبډلې مدير بهرامي رسنيو ته ويلي :(( زه ډېر خوښ يم چې په لومړي ځل له افغانستان څخه ليدنه کوم . زه د افغانستان له خلکو او فدراسيون څخه يې مننه کوم چې دغه فرصت يې برابر کړى او دواړو لوبدلو ته د بريا هيله لرم .))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي