برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شیعیانو پر جومات برید درنه مرګ ژوبله اړولي

آریانانیوز: د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې پرون ماپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د جمعې د لمانځه پر مهال د خواجه حسیني په نوم د شیعه ګانو په یوه امام بارګاه کې دننه دوو تنو لومړی ډزې کړې او ورپسي یې ځان وژونکی برید کړی چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ژوبل دي.


سیمه ایز چارواکي وایي د بلند منزلو په نوم سیمه کې دا پیښه رامنځ ته شوي او تر 20 پوري کسان وژل شوي همدومره شمېر کې ویل کیږي چې زخمیان دي.
د ګردیزامنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم بي بي سي ته ویلي، دوه بریدګر جومات ته ننوتلي اول یې پر خلکو ډزې کړې دي بیا یې چاودنه کړې ده.
عیني شاهدان وایی چې برید په داسي حال کې وشو چې خلک له لمانځه پس د وتلو په حال کې وو. د یو عیني شاهد په وینا د مړو او زخمیانو شمېر دقیقاً نه دی معلوم خو داسي ښکاري چې تر 50 پوري کسان به مړه او ټپیان وي.
بل خوا د پکتیا ولایت د صحت عامې رئیس ولایت خان احمدزي بی بي سي ته ویلي، چې دولتي روغتون ته له پنځوسو تر شپېتو ټپیان او د څلورو کسانو مړي ور وړل شوي دي.
د ده په وینا، د پېښې نور قربانیان د 203 تندر قول اردو شفاخاني او نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.
د پیښې پړه تراوسه چا نه ده منلي، خو په تیر کې دا ډول بریدونه تل د داعش نومي ډلي پرغاړه اخیستي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي