برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ: د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني آزاده کړئ.

د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ویلي چې د افغانستان بانکي زېرمې زموږ حق نه دی.


انټرسیپټ د متحده ایالاتو رسنۍ راپور ورکړی چې د سپټمبرد یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو یو شمیر کورنیو د بایډن له دولت څخه وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بانک  کنګل شوې پیسې آزادې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر به د دغو شتمنیو یوه برخه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ځانګړې شي.

د قربانیانو کورنیو ویلي چې د عادي افغانانو د سپما یرغمل کول به د عدالت غوښتنې لپاره ښه لاره نه وي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان یو ځل بیا واک تر لاسه کړ، د امریکا حکومت د افغانستان د مرکزي بانک اوه میلیارده ډالره زېرمې کنګل کړې. جو بایډن امر کړی چې دغه پیسې دې د ۳،۵ میلیارده ډالرو په دوو برخو وویشل شي او یوه برخه دې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.

د پیسو کنګلیدل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې بانکي چاره په ټپه ولاړه شي او خلک حتی د هیواد په بانکونو کې خپلو نغدو پیسو ته لاس رسی ونه لري. او د نغدینه ګۍ کمښت د اقتصادي بحرانونو او قحطۍ لامل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array