برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتوالی

آریانانیوز: روسیه وایي، په افغانستان کې سوله یې د لومړیتوبو په سر کې راځي او تر خپله وسه په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده دغه څرګندونې د روسیې سفیر «الکساندر منتیتیسکی» له پخوانی ولسمشر «حامد کرزي» سره په یوه ناسته کې کړې



د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې دواړو د هیواد په روان امنیتي وضعیت خبرې وکړې او تر څنګ یې کرزي د سولې په برخه کې د روسیې هیواد رول اړین وباله
د کرزي د څرګندونو په تعقیب د روسیې سفیر د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتووالی وښود او د افغانستان ثبات او سوله یې د خپل هیواد له لومړیتوبونو وبلله
روسیه داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په پای کې د یوه هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو حضور پای ته ورسېږي
د ځینو سرچینو له قوله، طالبانو په امریکا منلې، چې د هوکړه لیک د لاسلیک په مهال به د روسیې په ګډون یو شمېر هیوادونه او بنسټونه د تضمین کوونکو په حیث مني

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي