برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دزرآب اوسېدونکي: داعشیانو پرنجونو او هلکانو تېری کړی دی

آریانانیوز: په همدې حال کې د جوزجان ولایت د امنیت آمر، عبدالحفیظ خاشي په درزآب او قوش ‎تیپې ولسوالیو کې د داعش ډلې لخوا جنسي تېري کړنې نه ردوي.


د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دولت ته د داعش ۲۵۰ تسلیم شویو غړو له خلکو سره بد چلند کړی او باید سزا ورکړل شي.
دوی وايي چې د دې ډلې یو شمېر غړو د خلکو پر جونې تېرۍ کړی او آن په خپلو لیکو کې یې ګمارل شوي هلکان په نکاح کړي دي.
د درزآب ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالواحد وايي:ý«له هلکانو سره یې هم نکاح کړې ده، د خلکو لوڼې یې هم بېولي او نکاح کړې یې دي، هر ظلم یې کړی دی.»
افغان ځواکونو ته تسلیم شویو داعش ډلې غړو کې له شپاړلسو کلونو واړه کسان هم شامل دي.
د درزآب بل اوسېدونکی، اوغلýشاه زیاتوي:ý«د خلکو لوڼې یې بوتلې او په زوره یې نکاح کړې، خلک ترې ستړي دي او باید چې دوی وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.»
مخکې له دې هم په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې ترمنځ د همجنسپالنې راپورونه خپاره شوې وو.
په همدې حال کې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره، سیما ثمر څرګندوي:«دا کسان(داعش) چې بشري ضد کړنې یې ترسره کړې، هېڅوک یې نشي بخښلی. باید دوی د خپلو کړنو لپاره ترې وپوښتل شي او عدالت تامین شي.»
په همدې حال کې د جوزجان ولایت د امنیت آمر، عبدالحفیظ خاشي په درزآب او قوش ‎تیپې ولسوالیو کې د داعش ډلې لخوا جنسي تېري کړنې نه ردوي.
دی وايي: «موږ له خلکو اورېدلي چې داعش ډلې هر ډول ظلمونه کړي دي او له ډلې یې جنسي تېري هم وو.»
د داعش تسلیم شویو غړو مشر، حبیب الرحمن څرګندوي: «دا تبلیغات چې شته دي، دا چې خلکو ته ستونزې وې او یا جنسي تېري، الله شاهد دی چې دا ټول دروغ دي.»
کابو شپږ ورځې مخکې د داعش ډلې یوشمېر غړي له طالبانو سره له نښتې وروسته دولت سره یوځای شول.

طالبانو ویلی چې داعش ډلې د دوی پر وړاندې ماته وخوړه او دولت ورته پناه ورکړه.
اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې د زمري۱۵مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې په جنګي جرایمو تورن داعشیان به محکمې ته راوکاږل شي.
د جوزجان والي، لطف الله عزیزي دې پوښتنې ته چې افغان ځواکونو لېږد ته الوتکې نه استول کېږي، خو داعش ډلې تسلیم شوي غړي په کې لېږدول کېږي، وویل: «د امنیت رئيس او شپېتو کسانو ژوند له خطر کې وه، ځکه مو بېړه وکړه.»
داعش ډلې په تېرو دوو کلونو کې په درزآب او قوشتیپي ولسوالیو کې فعالیت درلود او د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو پر زورونې او وژنو تورنه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي