برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جنبش د لاریونونو لړۍ هراته ورسید

د دوستم د یو ټوپکوال نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته يې ګڼو پلویانو له لسو ورځو راهیسې لاریونونو ته دوام ورکړی دی.



دوی چې په بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان کې لاریونونه کول، نن يې د اعتراضونو لړۍ تر هراته ورسېده او د ولایت مقام مخې ته يې د دوستم په پلوۍ شعارونه ورکول.
دې لاریونوالو له حکومته غوښتل چې څومره ژر کېږي جنرال دوستم دې بېرته را وغواړي، دوی شعار ورکاوه: «مشره راځه، لرېوالی بس دی!»
د جنبش د پلویانو تر څنګ د «ائتلاف نجات افغانستان» په نوم د محقق، عطامحمد نور او دوستم په مشرۍ د جوړې ډلې پلویانو هم په دې لاریونونو کې برخه اخیستې.
دوی په شمال کې د ولایتونو تر منځ ګڼې غځېدلې لويې لارې، د حیرتان بندر، د اقینې بندر او تازه د شیرخان بندر هم تړلي دي.
د دوستم پلویانو په فاریاب او جوزجان کې هم د ټاکنو کمیسیونونو دفترونه تړلي دي.
شاوخوا ۱۱ ورځې وړاندې افغان حکومت د دوستم یو ټوپکوال نظام الدین قیصاري له کابله له ورغلي پلاوي سره له لفظي شخړې وروسته ونیو، چې لا يې هم برخلیک معلوم نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي