برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تاپی د ګازو د پروژې لپاره پیسې

آریانانیوز: د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور دتاپی (Turkmenistan–Afghanistan–Pakistan–India Pipeline) په نوم د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او دهندوستان د ګازو د انتقال د پروژې د اجرا لپاره د دولس (۱۲) میلیارډه ډالره بودجې د خسارې خبر ورکړ .
هغه پرون د پارلمان ښکاره غونډې ته په وینا کښې وویل که چیرې ضروری اقدامات ترسره نشی نو د تاپی (TAPI) د ګازو نل لیکه به دیرش (۳۰) کاله وروسته هم اجرا نشی او دا په داسې شرایطو کښې دی چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی حکومت د ګازو ددغه پروژې لپاره په میلیونونه افغانۍ لګولی دی خو تراوسه یې هیڅ ډول اجرایی عملیات نه دی پیل شوی .
دافغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل حاضردمه ترکمنستان له اقتصادی مشکلاتو سره مخ دی او د ټاپی د ګازو د پروژې د اجرا لپاره پیسې نلری .
دغه راز دپاکستان ځینو رسنیو هم د دغه هیواد د ګازو د شرکت د مشر مابین سولت لخوا د شل (۲۰) میلیارډه روپیو چې پینځویشت (۲۵) میلیونه ډالره کیږی او د تاپی د ګازو د نل د جوړولو لپاره په نظر کښې نیول شوی وو د غلا کولو خبر ورکړ .
د تاپی د ګازو د انتقال نل لیکه د ترکمنستان له دولت اباد سیمې پیلیږی او په دغه هیواد کښې له یوسل اوه څلویښت (۱۴۷) کلومیټره وروسته په اوه سوه پینځه دیرش (۷۳۵) کلومیټره اوږدوالی سره د افغانستان د هرات د فراه د هلمند او د قندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته غځیږی .
دګازو د دغه نل لیکې د جوړیدا مخ ته ترټولو مهم خنډ د هندوستان او دپاکستان سیمه ییزه او تاریخی سیالۍ ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي