برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د اعدامونو مخه ونیسي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، محمد اشرف غنې باید د اعدامونه مخه ونیسي.


دوی د تېر میلادي کال په راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ځينو بریدونو په غبرګون کې پنځه تن اعدام شوي، چې یوازې د جګړې له توندېدو سره مرسته کولی شي.
د دې سازمان د اعدام برخې سلکارې کیارا سانجیورجیو په لندن کې پرون خبریالانو ته وویل، افغان ولسمشر دا ګام د ځينو بریدونو په غبرګون په بېړه اخیستی، خو د هېواد د ثبات لپاره لا تاواني تمامېدلی شي.
د هغې په وینا د ګډ حکومت له مشره يې غوښتي چې د هېواد د ثبات په خاطر هم، د اعدامونو په برخه کې لاس ونیسي.
سره له دې چې دغه سازمان یوازې د هغو اعدامونو په اړه اندېښنه ښيي، چې ښکاره ترسره شوي دي، خو په بګرام او څرخي پله کې زندانيان کله کله د خپلو ملګرو د ژوندي ورکېدو خبر هم ورکوي، چې کورنۍ يې د مرګ ژوند په اړه لا هم خبر نه لري، دوی انګېري چې حکومت يې په پټه په دار ځړوي.
د دې سازمان د راپور له مخې پر افغانستان سربېره په ایران او پاکستان کې هم اعدامونه شوي دي، چې د ۹۹۳ تایید شویو اعدامونو له ډلې ۵۰۷ په ایران او ۶۰ په پاکستان کې شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د هر زورور برید په مقابل کې ځينې کړۍ پر افغان حکومت فشار راوړي، چې د دوی زنداني ملګري اعدام کړي.
افغان حکومت د بښنې د نړیوال سازمان د غوښتنې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي