برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بهرنیانو په هوايي برید کې شپږو ملکيانو و وژل شول

د نورستان د وانټ وایګل په کټار ګمبیر کلي کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ځايي چارواکي د شپږو تنو ولسي وګړو وژل مني.


د دې ولایت چارواکي وايي د دې ولایت په وایګل ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پر یو کور بمبار وکړ، چې شپږ تنه ولسي وګړي يې ووژل.
اسوشیټیډ پریس د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم له خولې وايي چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو په وایګل ولسوالۍ په کټارګمبیر کلي کې په بمبار کې شپږ ولسي وګړي ووژل، هغه وايي پنځه طالبان هم پکې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې الوتکې مازیګر مهال بمبار وکړ، چې پکې یو تن ولسي وګړي ووژل شو او دوه نور ټبيان شول.
د دوی په خبره د شپې د وژل شوي کس په کور کې د جنازې لپاره پر راټولو شویو کسانو بیا بمبار شو، چې پکې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.
طالبانو دا یو جنایت بللی او وژل شوي او ټپیان يې ټول ولسي وګړي یاد کړي دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
یاده دې وي د حکومت له لوري د اوربند لا هم څو ورځې پاتې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي