برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بمبار له امله ۱۲ ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله

آریانانیوز: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوايي بمبار کې ۴ ملکي وګړي ( درې ښځې او یو ماشوم) وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


دغو ملکي وګړو ته هغه مهال مرګ ژوبله اوښتې چې وسله والو پر ولسوالۍ تر برید وروسته د یوه واده په ورا کې ځانونه پټ کړل.
د احمد شاه په نوم د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د دغې پېښې له ټپيانو سره د کندهار میرویس روغتون ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، بمبار د معروف ولسوالۍ په ابو کلا سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۸ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي چې ټول ملکي وګړي دي او په واده کې یې ګډون کړی و.
دی وايي، په دغه سیمه کې ماښام مهال د واده مراسم روان وو او د واده ګډونوال په ورا روان وو چې بمبار پرې وشو.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق هم مني چې په معروف ولسوالۍ کې په شوي بمبار کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی و، خو کله چې پر هغوی د هوا له لارې برید پیل شو نو د واده په ورا ورګډ شول او ځانونه یې پټ کړل.
دی وايي، د واده د موټرونو په کاروان کې د وسله والو د ورګډېدو پر مهال په هوايي بمبار کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړه چې په بمبار کې ۱۰ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.
نوموړي پر دې پېښه خواشیني وښودله او او ویې ویل، وسله وال تل تر بریدونو وروسته د خلکو په کورونو کې پناه اخلي چې له همدې امله کله کله ملکي وګړو ته هم زیان اوړي.
خو ده وویل امنیتي ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې ملکي وګړو ته زیان وا نه وړي او ان د وسله والو هغه موټر یې هم په نښه نه کړ چې زیکو یو وسله پرې نصب وه او ملکي وګړي او ماشومان پرې راټول وو.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي چې تېره ورځ وسله والو په معروف ولسوالۍ کې د خوګياڼو او اسحاق زو د کليو پر اړوندو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
هغه پژواک ته وویل، د جګړې پر مهال امنیتي ځواکونو له هوايي ځواکه مرسته غوښتې خو وسله وال د عامو خلکو کورونو ته ننوتلي دي.
دی وايي، د هوايي برید پر مهال د وسله والو ۲ موټر په نښه شوي چې ۱۰ تنه یې وژل شوي چې ۳ یې پاکستانیان دي او ۸ وسله وال ټپيان شوي دي، دغه راز په جګړه کې ۱ پولیس هم وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي.
خو ده یادونه وکړه چې د هوايي برید پر مهال ۴ ملکي وګړي چې درې مېرمنې او یو يې ماشوم دی وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي چې۷ یې ښځې او ۱ ماشوم دی.
وسله والو طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو وسله والو طالبانو له څو ورځو راهیسې پر دې ولسوالۍ بریدونه پيل کړي او د نیولو هڅه یې کوي.
وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د معروف ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د هاموې موټر په وسیله ځانمرګی برید کړی وو او وروسته یې ډله ییز برید کړی و چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
معروف ولسوالي له کندهار ښار څخه ١٩٠ کيلومتره لرې پر ډيورنډ کرښې پرته ده چې د امنیتي مسوولینو په وینا، ډېر مهال د کرښې له هغې غاړې وسله وال راځي او دلته تر بریدونو وروسته بېرته هغې غاړې ته ځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي