برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د بلوڅانو په کور کې موټربم چاودنه

آریانانیوز: دیوراپور په اساس امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه د کندهار ښار عینو مینه کې د بلوڅانو یوه کور کې دننه د موټربم شکمنه چاودنه شوې
د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، بیګا د شپې یوولس بجې د لومړۍ مینې په ۶ سړک د بلوڅانو په یوه کور کې دننه د فیلډر موټر چاودنه، چې له امله یې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي؛ خو چاته ځاني زیان اووښتی نه دی
سیمه ییزې سرچینې وايي، دا کور کې پخوا بلوڅان اوسېدل؛ خو د چاودنې پرمهال له خلکو څخه تخلیه شوی ؤ
تراوسه دا څرګنده نه ده، چې موټربم چاودنه د بلوڅانو د خپلو زیرمه شوو بارودو په مټ ترسره شوې که څرنګه؟
ځايي خلک وايي، د کندهار ښار او عینو مینې یو شمېر سرایونو او کورونو کې د پاکستان ضد بلوڅ وسله وال میشت دي، چې وخت ناوخته یې په کورونو کې د خپلو بارود چاودنې رامنځ ته کیږي.

شریک یي کړئ!