برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بلخ له پوهنتون څخه ۲۷ تنو ماسټري ترلاسه کړه

آریانانیوز: د بلخ له پوهنتون څخه په لومړي ځل ۲۷ تنه محصلين د اقتصاد پوهنځي د مالي او حساب دارۍ په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او د ماسټرۍ اسناد يې ترلاسه کړل.


د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئيس محمد حکيم صاحب زاده وويل چې د ماسټرۍ پروګرام دوه کاله مخکې د بلخ په پوهنتون کې پيل شو چې په لومړۍ دوره کې يې د ماسټرۍ له پوهنځي څخه ۲۷ تنه فارغ کړل.
هغه وويل چې دغې سيالۍ ته محصلين د ازادۍ ازموينې له لوري راغلي وو چې په دوه کلونو کې يې مالي او حسابدارۍ څانګه کې خپلې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې.
صاحب زاده وويل چې په دغو محصلينو کې يې ۸ تنه د بلخ پوهنتون هغه استادان دي چې په ياد پوهنتون کې يې د ليسانس په کچه زده کړې لرلې خو اوس ماسټر شول.
د بلخ له پوهنتون څخه فارغ شویو محصلينو خوښي څرګنده کړه چې له هيواده بهر د زده کړو وس يې نه کيده او په دې خوښ دي چې د هيواد په دننه يې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي