برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

نیمايي خصوصي پوهنتونونه وتړل شول

آریانانیوز: د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، په هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو فعالیت ۵۰ سلنه کم شوی دی.


د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین د تحصیلي بنسټونو د فعالیتونو د کموالي خبره کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې په ټولګیو کې د محصلینو حاضري کمه شوې ده.

د خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، د خصوصي پوهنتونونو ډېری چارې د محصلینو د تحصیلي فیسونو په ورکړه پورې تړلې دي، چې د محصلینو د کمې حاضرۍ له امله یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

په داسې حال کې چې تر اوسه په هېواد کې دولتي پوهنتونونه نه دي پرانستل شوي، د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره پر یوې نوې حل لارې کار کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي