برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار اداره: نړۍ باید افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې ولېږي

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار اداره وايي، مرستندویه هېوادونه او بنسټونه باید په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره سمدستي بشري مرستې وکړي.


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

په دغه سازمان کې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار وویل: نړیواله ټولنه او طالبان باید د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه زیاته کړه: زه فکر کوم چې یو غلط فهم و چې ژمی تیر شوی او بحران پای ته رسیدلی. دا د حقیقت څخه لرې ده. ډیری خلک اوس مهال د سختې لوږې سره مخ دي. دا ګواښ بیا د ژمي په پیلیدو سره زیاتیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وايي، له افغانستان سره د مرستو په رسولو کې هر ډول ځنډ به وژونکي وي او د ناورین لامل به شي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا تر منځ د هوکړې او تفاهم نشتوالي د افغانستان اقتصادي رغونه جدي زیانمنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په امریکا کې د شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالرو شتمنۍ کنګل شوې. په دې موده کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ته د مرستو بستې ورکړل شوې، خو اندازه یې د پام وړ نه وه.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي