برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د ایران د کورنیو چارو وزیر په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر پنځه میلیونه اعلان کړ

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، غیر رسمي شمېرې ښيي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.


د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د حکومت د وزیرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: هغه څه چې په ایران کې د مېشتو افغان اتباعو په اړه په غیر رسمي ډول اعلانېږي، شاوخوا پنځه میلیونه او په رسمي توګه کم دي.

ښاغلي وحیدي وویل چې د مهاجرینو او بهرنیو اتباعو وضعیت یوه مهمه موضوع ګرځیدلې چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون د ټولو ادارو په اجنډا کې ده.

هغه ټینګار وکړ چې غیرقانوني اتباع باید خپل هیواد ته راستانه شي او هغه کسان چې د شتون اجازه لري باید تنظیم شي.

دا احصایه په داسې حال کې اعلانیږي چې په وروستیو ورځو کې په ایران کې د افغان مهاجرینو او پناه غوښتونکو د شتون په اړه بیلابیلې احصایې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دا احصایې سمه سرچینه نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي