برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امنیه قوماندان په ضد د لاریون دوام

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د پکتیکا ولایت په مرکز کې سلګونو کسانو د دوهمی ورځی لپاره هم د امنیه قوماندان په خلاف خپل لاریون روان ساتلی دی .
دیو راپور په اساس، د امنیې قومندان لیرې کېدل، د لومړۍ حوزې د امر بېرته په خپل ځای رواستل، د هغو کسانو نیول اوعدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل چې په وژنو او ځورولو کې لاس لري، د لاریون کوونکو غوښتنې دي
لاریون کوونکي وايي، تر هغه مهاله چې غوښتنې يې منل شوې نه وي، لاریون ته به دوام ورکوي
په ورته وخت کې امنیه قوماندان بیا د لاریون برابروونکي د شخصي ګټو په لرلو تورنوي او ادعا کوي، هغه کسان یې نیولي، چې په وژنو او ځورونو کې یې لاس درلود
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په پکتیکا ولایت کې هدفي وژنې او جرمونه په بې ساري ډول زیات شوي وو، چې له امله یې پکتیکا والو وخت ناوخت خپلې اندېښنې په ټولنیزو رسنیو شریکولې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي