برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغان ماشومانو لپاره د لوږې تر ټولو بد بحران

فقر

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ تر ټولو ناوړه بحران سره مخ دي.


د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وچکالي او بې وزلي په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د خپریدو اصلي عوامل دي.

په دې راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له خورا سخت بحران سره مخ دي.

دغه سازمان د ډسمبر په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا اته میلیونه افغان ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي.

سیف دی چلډرن ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په ژمی کې د افغانستان د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره په عاجله توګه بشری مرستې زیاتې کړی.

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې به د افغانستان یو پر دریمه برخه نفوس له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي