برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه بمبار

آریانانیوز: تېره ورځ د لوګر په ازره کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۵ تنه يې ځای پر ځای ووژل.



ځايي چارواکو وویل چې په برید کې ۱۵ اربکیان او پنځه عام وګړي وژل شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په بمبار کې ۹ اربکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په افغانستان کې مېشت بهرني عسکر وايي دوی دغه برید د افغان ځواکونو په غوښتنه کړی دی.
ناټو چې د غوڅ ملاتړ په نوم د ماموریت تر چتر لاندې په جګړه بوخته ده، وايي دوی د دې پېښې نوره پلټنه کوي.
د ناټو یو ویاند مارتن اوډونیل فرانس پریس اژانس ته ويلي، په ازره کې د جګړې د شدت له امله له دوی مرسته وغوښتل شوه او بمبار يې وکړ.
د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو د برید په پایله کې د ولایتي شورا د غړي عبدالولي وکیل په قول ۱۲ اربکیان ووژل شول.
طالبانو ويلي په جګړه کې يې ۱۹ اربکیان وژلي او ۶ تنه يې ژوندي نیولي.
په پرونۍ جګړه کې د صنم خېلو او کټووالو سیمې بشپړې د اربکیانو له ګوتو ووتې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي