برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغانستان کنګل شوې پیسې به سویس ته انتقال شي

آریانانیوز: انټرسیپټ اعلان وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به د سویس د تسویې بانک ته له سپارلو وروسته د امریکا تر څارنې لاندې وي.


له څو میاشتو چوپتیا وروسته، متحده ایالات چمتووالی نیسي چې د افغانستان د کنګل شویو مرستو د یوې مهمې برخې د ازاد کولو اعلان وکړي.

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید د سویس په جنیوا کې د بین المللي تسویې بانک ته وسپارل شي. ټاکل شوې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د سویس په جنیوا کې د حسابونو د تسویې نړیوال بانک ته وسپارل شي.

د متحده ایالاتو خبري رسنۍ انټرسیپټ راپور ورکړی چې متحده ایالات به دا وڅیړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې بانک ته له سپارلو وروسته د بشردوستانه مرستو لپاره څنګه ویشل کیږي.

دا خبر لومړی د ترکیې د TRT شبکې لخوا خپور شو او بیا په خبرو اترو کې ښکیلې سرچینې انټرسیپټ ته د هغه درستیت تایید کړ.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته امریکا د افغانستان د بهرنیو اسعارو اوه میلیارده ډالره زیرمې ضبط کړې او خپلو اروپایي متحدینو ته یې امر وکړ چې په دغه اتحاد کې ساتل شوي دوه میلیارده ډالر نور هم ضبط کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي