برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د افغانستان په صادراتو د قرانطین محدودیتونو کمولو اغیزې

آریانانیوز: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال په وینا ، د قرنطین محدودیتونو کمولو سره ، د افغانستان هوایی صادرات ډیر شوي ...


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د قرنطین محدودیتونو کمولو سره ، د هیواد هوایی صادرات ډیر شوي.

د دې خونې مرستیال ، یونس مومند نن وویل چې د کال له پیل راهیسې ،4،000 ټنه تازه او وچه میوه د هوایی دهلیزونو له لارې صادر شوي دي.

ښاغلي مومند دا هم وویل چې هند او چین د هوایی دهلیزونو له لارې د صادراتو لپاره تر هدف لاندې هیوادونو کې دي .

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به 400 ټنه جلغوزه چین ته صادر شي.

تیر کال ، د افغانستان هوایی صادرات 3،500. ټنه وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي