برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان بانک؛ ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

آریانانیوز: د افغانستان بانک وايي به ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.


د دې بانک مشر خلیل صدیق ويلي، د دوی اصلي هدف دا دی چې په بازار کې له اړتیا زیاتې افغانۍ را ټولې کړې.
د افغانستان بانک؛ وروسته له هغه دا اقدام کوي، چې تېره ورځ د ډالرو بیه د افغانيو په مقابل کې تر ۷۶،۶ پورې ورسيده.
خلیل صدیق وايي، کله چې په یو هېواد کې په ناڅاپي ډول د اسعارو بیې ښکته پورته کېږي، نو د بانکونو مداخلې ته اړتیا پېښېږي.
هغه وايي د افغانستان بانک؛ له پنځلسو کلونو راهیسې هر کال درې میلیارده ډالره بازار ته وړاندې کوي.
د ډالر په بې ساري ډول لوړوالي، عام افغانان اندېښمن کړي او د خوراکي توکو په ګډون يې د ګڼو موادو پر بيې اغېز کړی دی.

شریک یي کړئ!