برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اشرف غني د کمپاين په دفتر چاودنې

آریانانیوز: په کندهار ولایت کې د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په دفتر چاودنې يوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي چې تير ماخوستن د کندهار ښار څوارلسمی حوزې اړوند د لالک ماما تعمير ته څېرمه د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په دفتر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي
په وژل شويو کې يو تن پوليس او دوه ملکي وګړي او په ټپيانو کې شپږ تنه د ياد ټاکنيز دفتر کارکوونکي او دوه ملکي وګړي دي
د کندهار د والي وياند هم ياده چاودنه او مرګ ژوبله تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې چاودنه د يو چسپکي ماين په واسطه رامنځته شوې وه چې د‌ فتر له ديوال پورې نښلول شوی و
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

شریک یي کړئ!