برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسیا جام سیالۍ پیل په عربي اماراتوکی

آریانانیوز: د ۲۰۱۸م کال اسیا جام کرېکټ اتلولي د افغانستان په ګډون د شپږو لوبدلو ترمنځ نن د عربي اماراتو په دوبۍ مشهور لوبغالي کې پېل کیږي.



دغه سیالۍ به د شپږو اسیایي لوبډلو (افغانستان، بنګلدیش، پاکستان، سرېلنکا، هانکانګ او بنګلدیش) ترمنځ په دوو ویشل شوو ګروپونو ترسره کیږي، چې په لومړي ګروپ کې پاکستان، هانګ کانګ او هندوستان، او په دویم ګروپ کې افغانستان، بنګلدیش او سرېلنکا لوبډلې دي.
د اسیا جام «ټرافي» ښودنه به نن ماښام په عربي اماراتو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شي، چې په کې به د یادو لوبډلو مشران هم ګډون کوي، هند لوبډله به په دغو سیالیو کې د تېر ګټلي جام دفاع کوي.
دغه سیالۍ به سبا مازیګر د افغانستان په څلور بجې د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالو کې پېل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې د سپتمبر په ۱۷مه نېټه ترسره کوي.
ددې جام تر ټولو مهمه سیالۍ چې بې شمېره مینوال ورته انتظار دي د پاکستان او هندوستان ترمنځ ده، دغه سیالۍ چې ټکټونه یې وار له مخه د ډیرې کمې مودې په وخت کې پلورل شوي د سپتمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره کیږي.
د روان کال اسیا جام سیالۍ دوه پړاوه لري، چې هر درې لوبډلې لرونکی ګروپ به له یوه بل سره یوه یوه سیالۍ ترسره کوي، چې د دواړو ګروپونو څخه یوه یوه لوبډله بهر او دوه دوه لوبډلې دویم «سوپر فور» پړاو ته لار ومومي، چې هلته به سیالۍ ترسره کوي او دوه لوبډلې به پایلوبې ته لار مومي.
د اسیا جام سیالۍ په لومړي ځل په ۱۹۸۴م کال کې د عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې د پاکستان، هندوستان او سرېلنکا ترمنځ پېل شوې، چې هر دوه کاله وروسته یو وار دغه جام ترسره کیږي خو د وخت په تیرېدو دغه سیالۍ د خراب سیاسي وضعیت او نورو خرابو اړیکو لخوا اغیزمنې شوي.
د اسیا جام په ۳۴ کلن تاریخ کې تر دې دمه هند لوبډلې شپږ واره د یاد جام اتلولي خپله کړې ده، په دویم نمبر د سرېلنکا لوبډله ده چې پنځه واره یې دغه اتلولي ګټلې ده، پاکستان په دوه اتلولۍ ګټلو سره په درېیم نمبر دی، خو بنګلدیش چې څو واره یې د یاد جام پایلوبې ته لار موندلې لا اتلولي نه ده خپله کړې.
افغانستان په دغو سیالیو کې د ۲۰۱۴م کال وروسته د دویم ځل لپاره ګډون کوي، خو هانګ کانګ د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸م کالو وروسته د درېیم وار لپاره ګډون کوي، متحده عربي امارات هم د یادو سیالیو برخه ده خو د ۲۰۱۸م کال اسیا جام ته په لار موندلو بریالۍ نشوه.

شریک یي کړئ!