برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ازبکستان سره د برېښنا پیرودلو لس کلن قرارداد

آریانانیوز: دیوراپورله مخی برېښنا شرکت د ازبکستان د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د لسو کلونو لپاره په پخوانۍ بیه د برېښنا پیرودلو تړون لاسلیک کړ
دغه تړون تېره ورځ د سپټمبر پر ۲۱ (وږې ۳۰) په تاشکند کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان “CAREC” د انرژۍ وزیرانو په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان د برېښنا شرکت د رئیس انجنیر امان الله غالب او ازبکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ناسته کې د منځنۍ آسیا هیوادونو (ترکمنستان-ازبیکستان) برېښنا شبکو سره د افغانستان د برېښنا شبکې یو ډول کولو «سنکرونايزیشن» هوکړه هم وشوه، چې په دې ډول به افغانستان ۶۰۰ میلیون ډالره کلنۍ سپما کړي او د برښنا د لیږد برخه کې به د یوې څلور لارې ځای خپل کړي
نوموړي زیاته کړه:”دې سره به خصوصي سکتور ته هم د برېښنا سوداګرۍ اجازه او د برېښنا شبکې له لارې د برېښنا لیږد اجازه ورکړل شي، څو وکړای شي په هیواد کې دننه او یا ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا صادرولو چاره آسانه شي
د دغه پروژي ټول لګښت اسيايي پرختايي بانک ورکوي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له‌مخې دغه هېواد دا مهال له ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا واردوي
افغانستان حدود ۷۰ درصد برق مورد نیاز خود را از اوبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان و ایران وارد می‌کند و هچنان نزدیک به ۳۰ درصد برق مورد نیازش را از تولیدات داخلی تامیین می‌کند
د دې ترڅنګ افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي
دا نوی قرارداد پر داسې مهال کېږي، چې تېره اونۍ په شمالي ولایت بغلان او کندز کې د وارداتي برېښنا د پایو د تخریب له امله د کابل په ګدون نهه ولایتونه د څو ورځو لپاره له برېښنا څخه بې برخې
و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array