برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د اروپايي ټولنې له بودیجې څخه د افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۴۰ میلیونه یورو ازادیږي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي دفتر له افغان ولس سره د مرستې په موخه د ۱۴۰ میلیونه یورو د خلاصون اعلان وکړ.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د پوهنې، روغتیا، کرنې او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې ۱۴۰ میلیونه یورو لومړنۍ مرستې ازاد کړي.

د بودیجې د آزادولو پریکړه، چې مخکې د 2022 کال د ډسمبر راهیسې د طالبانو د پریکړې په ځواب کې چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار کولو منع کول، کنګل شوې وه د ښځو لخوا د ښځو لپاره د اصولو تر شپږ میاشتو څارنې او ارزونې وروسته راځي.

اروپايي ټولنې زياته کړه، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د دفترونو، نړيوال بانک او نړيوالو غيردولتي موسسو له لارې چې په افغانستان کې شتون لري، پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

دا مرستې په داسې حال کې ورکول کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د اوسیدونکو د ژوندانه د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، جګړې، خراب اقتصادي وضعیت او د اقلیم بدلون د دغه هیواد د اوسیدونکو پر ژوند ناوړه اغیز کړی چې له امله یې ۱۵ میلیونه افغانان د شپې په لوږه ویده کېږي.

د نړیوالو سازمانونو د اټکل له مخې له ۲۸ میلیونو څخه زیات افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې د کموالي له امله ټولو اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول ممکن نه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي