برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیرش زره زیاتو بیوزلو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړېدا

آریانانیوز: کرهڼې وزارت  په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو د اقتصادي پرمختګ او د کورنیو د خوراکي توکو د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونونه پورته کړي.


کرهڼې وزارت د سړوخونو جوړول، کورنۍ باغچي، د ترکاریوپروسیس او خوندیتوب لپاره  د مرکزونو جوړول او دوي ته  دکاري وسایلو د تقسیمولو سربیره  د دې پروګرام له لارې په هیواد کې زرګونه بي وزله کورنۍ تر خپل پوښښ او ملاتړ لاندې راویستې دي .
د کرهڼې وزارت ویاند اکبر روستمي وايي، د ۱۳۹۷کال په لړ کې ۳۰ زره او درې سوه پنځه کورنۍ باغچې په ۳۰ زره او ۳۰۵ میرمنو تقسیم شوې، ۸۰۰ وزي  ۴۰۰ میرمنو ته په کابل، ارزګان، پکتیا، او کنړ ولایت کې ، ۱۱۰ غواګانې  په ۱۱۰ میرمنو، ۶۰۰ صندوقه د شاتو مچۍ  په  ۳۰۰ میرمنو ویشل شوې ، نورو میرمنو ته د ۲۱ ډوله غذایی موادو د پروسیس وسایل برابرکړل شوي دي
روستمي زیاتوي چې  په ۱۳۹۷ مالي کال کې ۱۰۳۰ وړې سړې خونې د یو زر او دیرش بي وزلو میرمنو لپاره او دغه راز ۱۴ دخوارکي توکو  د پروسیس مرکزونه د میرمنو لپاره فعال شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي