برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکورونو ویجاړول او ملکيانو وژل

آریانانیوز: ګډو ځواکونو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د ملکيانو پر کورونو چاپه وهلې، پنځلس کورونه يې په بشپړ ډول ويجاړ کړي، د ښځو او ماشومانو په شمول يې ديارلس ملکيان وژلي او شل تنه نور ټپيان کړي دي.
د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، امریکايي عسکرو په سيمه کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي، خو ټوله چاپه يې د ملکيانو پر کورونو وه، ټوله شپه يې په باشند سيمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې، هېڅوک يې له کوره بهر نه پرېښودل او سهار خلک پوه شول، چې د ګډو عسکرو په عملياتو کې د سيمې پنځلس کورونه ويجاړ شوي، د پنځو ښځو او ماشومانو په شمول ديارلس ملکيان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
د بدخشان ولايت چارواکو، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
طالبانو په دغو عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله او د خلکو کورونه ويجاړول يې جنګي جنايت بللی دی.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان، بغلان، کندوز او تخار سربېره د هېواد په ګڼو برخو کې حکومتي او بهرني عسکر د عملياتو پر مهال د ولسي خلکو پر کورونو چاپې وهي، کورونه، ښوونځي، کلينيکونه او عامه املاک په کې ويجاړوي او په دغو چاپو کې نږدې هره شپه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» او د بشري حقونو نړيوال سازمان په خپلو رپوټونو کې ويلي، د ګډو عسکرو د عملياتو ډېری قربانيان ملکي وګړي دي او غوښتنه يې کړې، چې د جګړې ښکېل لوري دې د نښتو او عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي، خو تر اوسه هم دغه غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې او نږدې هره ورځ د ګډو عسکرو په عملياتو او بمباريو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي