برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دوچې ډوډۍ د وېش بهیر په اړه دحساب غوښتل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړې توګه د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د وچې ډوډۍ دوېش بهیرد پیسو د لګښت په اړه دې دغه بنسټ ته حساب ورکړ د مالیي وزارت د معلوماتو له مخې د ټولبند یا کرنټین پر مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره دوه مېلیارده او ۲۱۸ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې اوس ښاروالۍ چې د دغو پیسو د لګولو مسوول وو باید حساب ورکړي. د مالیې وزارت د شمېرو پر بنسټ د ځانګړو شویو پیسو له ډلې کابل ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د وېش لپاره څه باندې یو مېلیارد او ۲۴۰ زره افغانۍ اخیستي دي.
دمالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي:«دولتي بنسټونه چې ځانګړې شوې پیسې یې ترلاسه کړې دي، باید ځواب ویوونکي وي او باید خپل حسابونه له روڼتیا سره وړاندې کړي
خو د کابل ښاروالي چې تر دې وړاندې په ځلونو په پلازمېنه کې د وچې ډوډۍ د وېش په چاره کې په فساد تورنه شوې ده؛ وایي چې د اوړو یوه برخه یې نانوایانو ته ورکړې ده
د کابل ښاروالۍ د تدارکاتو رییس شهریار فهیم وویل:«په یوې بوجۍ اوړو کې ۳۳ تر ۳۴ سلنه ډوډۍ پخېده او خلکو ته وېشل کېده د هغه پاتې برخه یې د ډوډۍ پخولو په بدل کې نانوایانو ته ورکول کېده
بل خوا کابل ښاروالي مني چې تر اوسه د دغو لګښتونو د یوې برخې حساب څرګند نه دی.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی څرګندوي:«تراوسه ځينې حسابونه بشپړ شوي نه دي، چې د هغه له بشپړېدو سره به ټول لګښتونه معلوم شي
خو د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي چې د پلازمېنې په یو شمېر سیمو کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې بې نظمۍ وې
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې د سلګونه مېلیونه افغانیو د حیف و مېل رپوټ ورکړل شوی دی، خو کابل ښاروالي دا تورونه ردوي.

شریک یي کړئ!