برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوه امریکايان وژل – غبرګون يې دعادی خلکولسګونه کورونه نړول

د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې طالبانو دوه امریکایي عسکر وژلي دي.



طالبان وايي د دوی سرتېري د فراه رود په تودنکانو سیمه کې له امریکايي عسکرو سره مخامخ په جګړه کې ښکېل شول، د بهرنیو ځواکونو دوه عسکر يې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکايي او کورنیو عسکرو په غبرګون کې شاوخوا ۵۰ کورونه نړولي، درمندونه يې سوځولي او د افغان بې سیم شرکت اړوند یوې پايې ساتونکی يې هم وژلی دی.

هغه لیکلي: «تیره شپه د فراه فرارود ولسوالۍ تودنکانو سیمه کې په راغلو امریکايي عسکرو بریدونه وشول، ۲ امریکايي عسکر ووژل شول، وروسته خارجي او داخلي ګډو عسکرو د عامو خلکو تر ۵۰ پورې کورنه ونړول، ګڼ درمندونه يې وسوزول ۱ ملکي کس يې چې د بیسیم شبکي ساتونکی وو شهید کړ.»
افغان چارواکو او بهرنیو پوځیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
فراه یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې طالب ځواکونه يې د مرکز په څو مترۍ کې ازاد تګ را تګ کولی شي، چې وړمه اوونۍ د توندې جګړې شاهد هم پاتې شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي