برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی 18 تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی 18 تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنر، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، ارزګان، زابل، هرات، فاریاب، بلخ، تخار، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان، د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټبیان او د تذزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

همدا راز دماین د چاودنې له امله د کندز ولایت د شیرخان بندر په دوراهی کې ۲ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات دهیواد په ۱۲ ولایتونو کې په لاره اچول شوي دافغانستان هوایي ځواکونو ۳۴پروازونه دملي اردو د ځواکونو دملاتړ په موخه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي