برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی ۳۱ تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی ۳۱ تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۳۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنر، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، فاریاب بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د غزنی ولایت د واغظ، اندر او مقر په ولسوالیو کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي ۱۲ تنه ټپیان،۱۱ موټر سایکلونه او یوشمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان او د فاریاب ولایت د شرین تګاب په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶چاڼیز او ۶۶خاص کماندویي عملیات دهیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۳۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او یوه هوایي ضربه د دښمن په پټنځای تر سره شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي