برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی 17 تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی 17 تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۱۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۱۵ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، ارزګان، فاریاب بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د ارزګان ولایت دخاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان ۱۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د ننګرهار ولایت د خوګیانو په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان عبدالله په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان، ۱۵ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۳ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

همدا راز په یاد عملیاتو کې د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د فاریاب ولایت د شرین تګاب په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات دهیواد په ۹ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۵۰ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او یوه هوایي ضربه د دښمن په پټنځای تر سره شوې ده.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي