برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی 21 تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی 21 تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، ارزګان، فاریاب، جوزجان، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د فاریاب ولایت د غورماچ او کوهستانات په ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا جلال په شمول ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي، د ارزګان ولایت مرکز اړوند ګګرک په سیمه کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یوشمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او دجوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات دهیواد په ۹ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۴پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۳هوایي ضربې ددښمن په پټنځایونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي