برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دهیوادپه مختلوولایاتوکی په تیرو ۲۴ ساعتونوکی ۷۹ تنه داعشی ترهګری هلاک شوی دی

ددفاعی اوامنیتی ملی ځواکونودیوی ګډی عملیاتو په یرغل سره په تیرو ۲۴ ساعتونوکی دهیواد په مختلفوولایاتو کی ۷۹ تنه ترهګری هلاک شوی دی...


د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۱۱ تنو سیمه ایز قوماندانو په ګډون ۷۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۰تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، غور، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د فراه ولایت د پشت رود او قلعه کاو په ولسوالیو کې د طالبانو د ۱۰ تنو سیمه ایز قوماندانو په ګډون هریو نعمت الله، قاری مجید، حاجی واحد، ملا قادر، حافظ صابر، جیلان، نادر، نبی ، حبیب الله او بشیر په ګډون ۳۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۰ ټپیان او د دښمن ۲ موټر سایکلونه لاسته راغلي، د غرني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې ۱۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپيان او د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او ۱۰ بوشکه یي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

همدا راز په یادو عملیاتو کې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ، میوند او خاکریز په ولسوالیو کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان، د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان حکیم په ګډون ۵ تنه وژل شوي او دزابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵چاڼیز او ۶۶خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي دافغانستان هوایي ځواکونو ۶۶پروازونه دملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array